ننګرهار!
د افغاني سرې مياشتې له لوري، د ربيع الاول پر ۵مه، د ننګرهار ولايت د جلال آباد ښار نهمې ناحيې اړوند په کابل کيمپ کې پر ۱۳۴ کورنيو د ۱۴ عدده غير خوراکي توکو روغتيايي بستې وويشلې شوې. د يادولو وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې افغاني سرې مياشتې په ننګرهار ولايت کې ټولټال پر ۸۰۰ کورنيو روغتيايي بستې وېشلي او په دې سره د روغتيايي بستو وېش پای ته ورسېد.

