ننګرهار؛ افغاني سرې میاشتې له یو تن معلول کس سره بېړنۍ مرسته وکړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۲۵
ننګرهار؛ افغاني سرې میاشتې له یو تن معلول کس سره بېړنۍ مرسته وکړه

شنبه، ۸ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، ننګرهار ته د سفر پر مهال، له هغې اړمنې کورنۍ سره، چې د کورنۍ سرپرست یې له څو کلونو راهیسې فلج او د کار کولو توان یې نه درلوده، د خوراکي او غیر خوراکي توکو ترڅنګ، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، مکروني او ځينې نور توکي په کې شامل و؛ د نغدو پیسو مرسته وکړه.
عمومي رئیس د یادې کورنۍ سرپرست ته ډاډ ورکړ، چې له دې وروسته به د افغاني سرې میاشتې د بېرونیو مشمولینو په چوکاټ کې هره میاشت له دوی سره نغدي مرسته کېږي او د ختیځ زون ریاست مسؤولینو ته یې سپارښتنه وکړه، څو له دې کورنۍ سره نږدې راتلونکي کې د نورو غیر خوراکي توکو مرسته هم وکړي. 
افغاني سره میاشت د خپلو بنسټیزو اصولو او بشري خواخوږۍ له مخې د اړمنو، مستحقو او بې سرپرسته کورنیو لاسنیوی خپل مسئولیت ګڼي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS