لوګر؛ ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د ۱.۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیا ساتنې او لومړنیو اړتیاوو بستې ووېشل شوې
شنبه، ۲۰ ذوالحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د ۱.۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیا ساتنې او لومړنیو اړتیاوو بستې ووېشل شوې.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۱ پلاستیکي سطل، ۱ پلاستیکي تشت، د ښځو اړوند د اړتیا وړ توکي، د روغتیا ساتنې یوه بسته او یو شمېر نور اړین توکي ورکړل شول.
دغه مرسته د اړمنو کورنیو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د ژوند د ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د اړینو توکو د برابرولو له لارې د اړمنو کورنیو اړتیاوو ته پر وخت ځواب ووایي.
