لوګر؛ افغاني سرې مياشتې پر ۴۰ سېلاب ځپلو کورنيو مرستې ووېشلې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۱
لوګر؛ افغاني سرې مياشتې پر ۴۰ سېلاب ځپلو کورنيو مرستې ووېشلې

دوشنبه، ۱١ محرم الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې پر ۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته ووېشل شوه.

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته په خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو وریژې، ۲ کیلو بوره،  ۱ کیلو مکروني، ۵ کیلو لوبیا، ۱ کیلو روب، ۳ قطی بیسکوټ او په غیر خوراکي توکو کې ۵ کمپلې، ۱ سیټ د پخلنځي توکي، ۱ د اوبو پلاستیکي سطل، د لوښو مینځلو شامپو، د لاس مینځلو صابون او یوه د روغتیا ساتنې بسته ورکړل شوه.

همدا راز د یادو کورنیو له جملې پر ۱۸ کورنیو چې کورونه یې بشپړ ویجاړ شوي وو؛ خېمې هم ووېشل شوې.

ترڅنګ یې له ۲ هغو کورنیو سره چې د سېلابونو له امله يې د ‎کورنیو غړو ژوند له لاسه ورکړى و او ځينې نور ټپيان شوي وو، یوه اندازه ‎نغدي مرسته هم ترسره شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS