غور کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې
یکشنبه، ۲۱ ذوالحجه ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د غور ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۳۶۴ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ۲۱۲۷ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
