عمومي رئیس په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د همغږۍ ناسته وکړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۷:۱۶
عمومي رئیس په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د همغږۍ ناسته وکړه

سې شنبه، ۱۶ ربیع الاول ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست ښاغلي جُی سینګال او مرستیالې آغلې هُما نادر سره د زلزله ځپلو وګړو ستونزو ته د حل لارو موندنې په موخه د همغږۍ ناسته وکړه. 
ناسته کې ښاغلي دلاور ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، کورنیو او بهرنيو خیریه بنسټونو او نړیوالو ملي ټولنو د مرستو مننه وکړه، دا مرستې یې د زلزله ځپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کېدو برخه کې مهمې وبللې او د مرستو د جلب لپاره یې د همکارۍ او همغږۍ کچې په لوړولو ټینګار وکړ. 
په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرست د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه وستایل او ډاډ یې وښود، چې له نړیوالو ملي ټولنو څخه به د کونړ ولایت زلزله ځپلو ته د لا ډېرو مرستو راجلبولو لپاره هڅې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

بشري چارو کې د نړیوالو ملي ټولنو د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه

سې شنبه، ۱۱ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرکزي دفتر په نوښت د ۸۲ هېوادونو ملي ټولنو له مسؤولینو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۲۲
Background image

عمومي رئیس د اغاخان بنسټ له استازو سره وکتل

سې شنبه، ۱۱ جمادي الاخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د اغاخان بنسټ د پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

پروان کې پر ۲۵۰ راستنو شوو کورنیو بېړنۍ بشري مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ ته له ګاونډیو هېوادونو څخه پر راستنو شوو ۲۵۰ کډوالو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS