پروان کې پر ۲۵۰ راستنو شوو کورنیو بېړنۍ بشري مرسته ووېشل شوه
سې شنبه، ۱۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ ته له ګاونډیو هېوادونو څخه پر راستنو شوو ۲۵۰ کډوالو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۴۸ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، روب او مکروني په کې شامل وو.
همدا راز، هرې کورنۍ ته یوه د روغتیا ساتنې بسته هم ورکړل شوه.
د مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره او تر يو حده اساسي ستونزې را کمې شي.
