بشري چارو کې د نړیوالو ملي ټولنو د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۳
بشري چارو کې د نړیوالو ملي ټولنو د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه

سې شنبه، ۱۱ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرکزي دفتر په نوښت د ۸۲ هېوادونو ملي ټولنو له مسؤولینو سره د بشري خدمتونو برخه کې د ښې همغږۍ، ګډو همکاریو پر لارو چارو، لاسته راوړنو د ارزونې او بشرپالو فعالیتونو د پراختیا په موخه آنلاین ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي دلاور په خپلو څرګندونو ټينګار وکړ، چې د نړیوالو ملي ټولنو تر منځ منظمه همغږي او همکاري د بشري خدمتونو په چټکتیا، اغېزمنتیا او شفافیت کې مهم رول لري او زیاته یې کړه چې دا ډول ناستې د تجربو شریکولو او مؤثرې همکارۍ لامل ګرځي.
د ناستې ګډونوالو هم د بشري خدمتونو برخه کې ترلاسه کړې تجربې شریکې کړې، د ستونزو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه یې تفصیلي بحثونه وکړل او پر ګډو بشري هڅو ټینګار وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

بشري چارو کې د نړیوالو ملي ټولنو د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه

سې شنبه، ۱۱ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرکزي دفتر په نوښت د ۸۲ هېوادونو ملي ټولنو له مسؤولینو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۲۲
Background image

عمومي رئیس د اغاخان بنسټ له استازو سره وکتل

سې شنبه، ۱۱ جمادي الاخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د اغاخان بنسټ د پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

پروان کې پر ۲۵۰ راستنو شوو کورنیو بېړنۍ بشري مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ ته له ګاونډیو هېوادونو څخه پر راستنو شوو ۲۵۰ کډوالو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS