سعودي عربستان افغاني سرې میاشتې سره د ١٠٠ ټنه خُرماوو مرسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۷:۴۸
خبرونه

سعودي عربستان افغاني سرې میاشتې سره د ١٠٠ ټنه خُرماوو مرسته ترسره کړه!

نن یکشنبه د رجب د میاشتې پر ۲۵مه، د سعودي عربستان هېواد له لوري له اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د مرستې په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۱۰۰ ټنه خُرما د سرپرست عمومي رٸيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي د مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن او په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفير ښاغلي فيصل بن طلق البقمي په شتون کې وسپارل شوه.

د یادې مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د سعودي عربستان له دوامداره او همېشنیو مرستو څخه د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له عقيدتي او فرهنګي پلوه تاريخي او مهمې وبللې.
دا راز ښاغلي دلاور افغانستان د تېرو څو لسيزو ناخوالو او اقليمي بدلونونو له امله یو ځپل شوی هېواد یاد کړ او له ټولو کورنيو او بهرنيو خیریه بنسټونو څخه یې د بیړنیو او اړینو مرستو غوښتنه وکړه.
ورپسې په افغانستان کې د سعودي عربستان سفير په خپلو څرګندونو کې خوښې څرګنده کړه، چې توانېدلي د افغانانو لاسنیوی وکړي او راتلونکي کې یې د ورته بشرپالو مرستو د دوام ژمنه  وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۹
Background image

نيمروز؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

يکشنبه، ٢۶ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د نيمروز ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٣٢٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۷:۲۸
Background image

کونړ کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو د روژې د میاشتې په مناسبت خُرما ووېشل شوه

شنبه، ۲۵ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې په کونړ ولایت کې پر ۲۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو د روژې د میاشتې په مناسبت ۱.۶ ټنه خُرما ووېشله.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۶:۱۰
Background image

کابل؛ مرکزي روغتون لپاره د ګرمې اعاشې د چمتو کولو په اړه د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۱۳رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون لپاره د ۱۷ قلمه ګرمې اعاشې د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.
د داوطلبۍ دا ناسته، چې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري جوړې. . .

BACK TO NEWS