د ۱۵ تنو سوري زړه ناروغانو د درملنې د هوکړې په لړ کې؛ دوه نور ماشومان هند ته ولېږل شول
چهارشنبه، ۲۲ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه په هڅو او له هند هېواد سره د ۱۵ تنو سوري زړه ناروغانو د درملنې د شوې هوکړې په دوام، نن په دویم پړاو کې دوه نور هغه ماشومان هند ته واستول شول، چې په هېواد دننه یې درملنه ناشونې وه.
تر دې وړاندې په لومړي پړاو کې درې تنه ماشومان هند ته لېږل شوي وو، چې تر بشپړې درملنې. وروسته بېرته هېواد ته راستانه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
ټاکل شوې ده چې پاتې لس تنه نور ماشومان به هم په راتلونکو پړاوونو کې د درملنې لپاره هند ته واستول شي.
د يادونې وړ ده، د دغو ناروغانو د درملنې ټول لګښت د هند حکومت پر غاړه اخیستی دی.
