د کونړ زلزله ځپلو سره د افغانستان نړیوال بانک ۳ قلمه مرسته افغاني سرې میاشتې ته ورکړل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۴۶
د کونړ زلزله ځپلو سره د افغانستان نړیوال بانک ۳ قلمه مرسته افغاني سرې میاشتې ته ورکړل شوه

سې شنبه، ۱۶ ربیع الأول ۱۴۴۷ 
د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د مرستو په دوام؛ تازه د افغانستان نړیوال بانک له لوري د غیر خوراکي توکو ۳ قلمه مرسته، چې ۶۰ خیمې، ۶۰  فرشونه او ۱۴۲ کمپلې په کې شاملې دي، د یاد بانک د شریعه برخې د مسئول ښاغلي داد محمد په لاس افغاني سرې میاشتې ته ورکړل شوه.
د مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان نړیوال بانک له لوري د شوې مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ټول باید په ستونزمنو حالاتو کې د زیانمنو په لاسنیوي کې برخه واخلو، څو وکولی شو د زیانمنو هېوادوالو اړتیاوو ته پر وخت رسیدنه وکړو. 
ورپسې ښاغلي داد محمد د وروستۍ زلزلې د قربانیانو ملاتړ او لاسنیوی د ټولو ګډ مسئولیت وګاڼه او د لا ډېرو مرستو برابرولو ډاډ یې وړاندې کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS