د کابل او کندهار ۱۵۰ تنو ماشومو زده کوونکو ته د آنلاین زده کړو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۷:۱۲
kabull

شنبه، ۱۳ رجب ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د کابل او کندهار مرستونونو کې د بې‌وزله کورنیو ۱۵۰ تنو ماشومو زده‌کوونکو ته د دیني ښوونې، انګلیسي، کمپیوټر او ریاضي مضمونونو په برخه کې د بریتانیا د سره صلیب په مالي او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په تخنیکي همکارۍ د اته میاشتنۍ آنلاین زده کړې تر بشپړېدو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول.
په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې مياشتې د مرستونونو رئيس ښاغلي مولوي سيد احمد بهرمند او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون سرپرستې آغلې هُما نادر ګډون درلود.
په یاد مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د افغاني سرې مياشتې د مرستونونو رئیس وويل، چې زده کړې د ټولنې د پرمختګ بنسټ دی او سره مياشت هڅه کوي، چې د بې وسه او اړمنو کورنیو ځوانانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي؛ څو وکولای شي د خپل راتلونکي او هېواد د آبادۍ لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
د غونډې په پای کې د بریتانیا سره صلیب په مرسته د تقویتي زده کړو د دوام او پیاوړتیا په موخه د کابل او کندهار مرستونونو ښوونیزو مرکزونو ته ۵۰ پایې لپ ټاپ کمپیوټرونه هم ورکړل شول؛ څو راتلونکي کې د زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې ترې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS