د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په اړه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس آغلې ډاکټرنیلاب مبارز پیغام!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۲۳:۴۴
د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په اړه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس آغلې ډاکټرنیلاب مبارز پیغام!

درنو میندو او خویندو!
د خوښۍ ځای دی چې د میرمنو د پیوستون له نړیوالې ورځې څخه د یوې غونډې په ترڅ کې لمانځنه کوو.
ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او کولی شي د هیواد په پراختیا او پرمخ تګ کې اړین او ارزښتناکه رول ولوبوي. له نیکه مرغه په هیواد کې د میرمنو وضعیت ورځ تر بلې په ښه کیدو دی، چې ونډه یې د ټولنیز ژوند په هره برخه کې تر سترګو کیږي.
زموږ د ټولنې میرمنو دا وړتیا ترلاسه کړې ده؛ ترڅو خپل ځای په ویاړلي او غوره ډول سره وټاکي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له زیانمنو څخه د لاسنیوي په برخه کې د میرمنو ونډې ته ژمنه ده او باور لرم چې د دې خیریه بنسټ ښځینه کارکوونکې هم بشپړه کاري ژمنتیا لري او خپل وظیفوي مسؤلیت ښه درک کولی شي.
درنو میندو او خویندو ته زما پیغام دا دي، چې ټولنې ته د سولې د فرهنګ د ټینګښت په برخه کې فعاله ونډه ولرئ، د کورني نظم او سالمې ټولنې په رغونه او د هر ډول بې عدالتیو پروړاندې خپل با مسؤلیته او اړین رول ولوبوي؛ ترڅو د ټولو لپاره د عزت او درناوي ویاړ ترلاسه کړئ.
هیله لرم ټولې میرمنې د اسلام د سپیڅلي دین په رڼا کې ورځ په ورځ خپل فردي او ټولنیز ژوند ته پرمخ تګ ورکړي؛ ترڅو د ټولې نړۍ د ښځو لپاره الګو و اوسي.
 
په درنښت
ډاکتر نیلاب – مبارز
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS