د ناروې سره صلیب پخواني مشر له عمومي رئیس سره د مخه ښې او نوي مسؤل تعارفي ناسته وکړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۱۰
د ناروې سره صلیب پخواني مشر له عمومي رئیس سره د مخه ښې او نوي مسؤل تعارفي ناسته وکړه

سې شنبه، ۲۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷ 
د ناروې سره صلیب پخواني مشر ښاغلي اُلن بیک د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن سره تودیعي او نوي مشر ښاغلي محمد علي افتخار تعارفي ناسته وکړه. 
ناسته کې ښاغلي دلاور له افغاني سرې میاشتې سره د ناروې د سره صلیب د مرستو مننه وکړه، د ښاغلي اولن بَک هڅې یې وستایلې او نوي مشر ښاغلي محمد علي افتخار ته یې په نوي مسؤلیت کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه. 
په افغانستان کې د ناروې سره صلیب پخواني مشر په خپلو خبرو کې وویل: زما لپاره دا ویاړ و چې له افغاني سرې میاشتې سره مو د بشري خدمتونو په برخه کې ګډ کار وکړ، زه د دې خیریه ملي ټولنې د ژمنتیا، همکارۍ او هڅو قدردانی کوم او هیله لرم چې دا ګډ کار همداسې دوام ومومي. 
ورپسې په افغانستان کې د ناروې سره صلیب نوي مسؤل له افغاني سرې میاشتې سره د ګډو بشري فعالیتونو په ترسره کولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه: زموږ هدف د بشري ارزښتونو پياوړتیا، د اړمنو او زیانمنو لاسنیوی دی، زه تمه لرم چې زموږ ګډ کار به د لا ښه خدمت زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۱۰
Background image

د ناروې سره صلیب پخواني مشر له عمومي رئیس سره د مخه ښې او نوي مسؤل تعارفي ناسته وکړه

سې شنبه، ۲۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷ 
د ناروې سره صلیب پخواني مشر ښاغلي اُلن بیک د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۵:۱۰
Background image

د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرست د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه سره د مخه ښې لیدنه وکړه

سې شنبه، ۲۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۷ 
د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرست ښاغلي جُی سینګال په افغانستان کې د خپلې کاري مودې د پای ته رسېدو وروسته د خپلې مرستیالې آغلې هُما نادر په ملتیا د افغاني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۴۹
Background image

ارزګان؛ افغاني سرې میاشتې زرګونو اړمنو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي

سې شنبه، ٢١ ربيع الآخر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦١٦٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS