د شمالي ولایتونو زلزله؛ د ملک سلمان بشري مرستو مرکز افغاني سرې میاشتې ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وسپارله

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۶:۱۳
b

چهارشنبه، ۱۴ جمادی الأولى ۱۴۴۷
د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري د بلخ او سمنګان ولایتونو د زلزله ځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته په کابل کې د یاد هېواد په سفارت کې د سفیر ښاغلي فیصل بن طلق البقمي په لاس د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ته وسپارل شوه.
د مرستې د سپارلو پر مهال عمومي رئیس د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز ددې بشردوستانه مرستې د مننې ترڅنګ دا ډول بېړنۍ مرستې د زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو برخه کې اغېزمنې وبللې او د سعودي عربستان د خلکو او حکومت څخه یې د ورته بشري مرستو د دوام هیله وکړه.
د سعودي عربستان سفیر په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې په هر ډول ستونزمنو حالاتو کې به د خپلو افغان ورونو ترڅنګ ودریږي، د دوی لاسنیوی به کوي او د بشري مرستو د پراختیا برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په مرسته شوو توکو کې ۵۰۰ خیمې، ۲۵۰۰ کمپلې، ۵۰۰ د پخلنځي توکو سيټونه، ۱۴۱ ټنه ( ۲ زره بستې) بیلابیل خوراکي توکي( اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا، بوره) او ۲۴ ټنه خُرما شامله وه.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

افغاني سرې میاشتې د یوه معیوب شخص سره مرسته وکړه

دوشنبه، ۲۷ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د کابل ولایت له یوه بېوزله معیوب شخص سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرسته وکړه.
یاد شخص څه موده. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۵:۱۰
Background image

افغاني سرې میاشتې پکتیا کې ۳۰۰۰ داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو ته ۴۵ میلیونه افغانۍ مرسته ورکړه

يکشنبه، ٢۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتيا ولايت اړوند د ډنډِ پټان او ځاځي اريوب ولسواليو پر ٣٠٠٠ داخلي بې ځايه شوو کورنيو ۴۵ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
ياده مرسته د افغاني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

کاپیسا کې د غر ښوېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته ۴۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۲۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند په شوخیو سیمه کې د غرښویېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه.
په مرسته کې یادې کورنۍ ته، چې د پېښې له. . .

BACK TO NEWS