د روژې په لړ کې؛ کابل کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۶:۴۹
د روژې په لړ کې؛ کابل کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري  د کابل مرکزي مرستون کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکيې ديانت ادارې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، پکې ۹ قلمه بېلابېل خوراکي توکي شامل وو.
د مرستې د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د ترکیې سفیر ښاغلي سادین آییلدز او د ديانت ادارې مسؤول ښاغلي دکتور امراه کان دمیر ګډون درلود.
عمومي رئیس د ترکیې د ديانت ادارې له لوري د بشري مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ډول مرستې کولای شي د اړمنو کورنیو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنې تمامې شي. نوموړي څرګنده کړه، چې افغاني سره میاشت د خپلو بشري مسؤولیتونو له مخې تل هڅه کوي؛ څو له اړمنو، بېوزلو او زیانمنو کورنیو سره دوامداره مرستې ترسره کړي.
له بل لوري د ترکیې سفیر په خپلو خبرو کې وویل: ترکیه به له افغان ولس سره خپلې بشري مرستې جاري وساتي او هڅه به وکړي؛ څو د دوستۍ او ورورولۍ اړیکې لا پیاوړې شي. 
 د دیانت ادارې مسؤول په خپلو خبرو کې وویل، چې دوى له اړمنو افغانانو سره مرستې خپل دیني او اخلاقي مسؤولیت بولي. نوموړي ژمنه وکړه، چې راتلونکې کې به هم له اړمنو او بې وسه افغانانو سره ورته بشري مرستې دوام ولري؛ څو اړمنې کورنۍ د ژوند له سختیو څخه راووځي.
د یادونې وړ ده چې وېشل شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۴ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو وریژې، ۸ کیلو لوبیا، ۱۲ کیلو مکروني، ۲ کیلو چای، ۸ کیلو بوره، ۴ پاکټه مالګه او ۴ قوطیه روب ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۶:۴۹
Background image

د روژې په لړ کې؛ کابل کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري  د کابل مرکزي مرستون کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکيې ديانت ادارې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۶:۳۲
Background image

روژه او بشري خواخوږی؛ زابل کې ۳۶۴ اړمنو کورنیو سره ۳۴.۶ ټنه خوراکي مرسته وشوه

دوشنبه، ۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت، میزان ولسوالۍ کې له ۳۶۴ اړمنو او بېوزله کورنیو سره ۳۴.۶ ټنه خوراکي مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۵ کیلو خوراکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۳:۵۳
Background image

روژه او همدردي؛ کابل کې ۵۰ اړمنې کورنۍ له خوراکي او غیرخوراکي مرستې برخمنې شوې

يکشنبه، ۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په مرکزي دفتر کې پر ۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د سېلاب خیریه بنسټ له خوا چمتو شوې وه، له. . .

BACK TO NEWS