د تيرې ورځې مرستې په دوام پکتيکا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري (۴۰۰) اړمنو  او بېوزلو کورنیو  سره مرسته وشوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۲:۲۴
جمعیت هلال احمرافغانی به تعقیب مساعدت دیروز بار دیگر در ولایت پکتیکا برای ۴۰۰ خانواده نیازمند و مستحق مواد غذایی مساعدت نمود!

نن دوشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر  لومړۍ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د  پکتيکا ولایت د نمایندګۍ په انګړ کې د پکتيکا مرکز ښرنې بېلابېلو کليو ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د اوړو مرسته ترسره شوه.

په یاده مرسته کې چی د چین هېواد  سره صلیب له لوري چمتو شوې وه هرې کورنۍ ته  ۱۰۰ کیلو اوړه په نظر کی نيول شوي وو چې د سويل لویدیځ مرکزي زون رییس ښاغلی مولوي الياس خيل "ناصري" د پکتيکا نماینده ګۍ د سرې میاشتې رییس ښاغلی مولوي عارف الله "حامد"  اړوندو کار کوونکو او رضاکارانو  په شتون کې پر یادو اړمنو او بېوزلو کورنیو ووېشل شوه.

د یادونې وړده، چې تيره ورځ هم په يحيی خيلو ولسوالۍ کی پر ۳۰۰ اړمنو کورنيو ياده مرسته ويشل شوې وه.

جمعیت هلال احمرافغانی به تعقیب مساعدت دیروز بار دیگر در ولایت پکتیکا برای ۴۰۰ خانواده نیازمند و مستحق مواد غذایی مساعدت نمود!

 

جمعیت هلال احمرافغانی به تعقیب مساعدت دیروز بار دیگر در ولایت پکتیکا برای ۴۰۰ خانواده نیازمند و مستحق مواد غذایی مساعدت نمود!

 

جمعیت هلال احمرافغانی به تعقیب مساعدت دیروز بار دیگر در ولایت پکتیکا برای ۴۰۰ خانواده نیازمند و مستحق مواد غذایی مساعدت نمود!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS