د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال د استراتیژیکو پلانونو له متخصص ښاغلي جان کوینګ سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۵:۳۲
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال د استراتیژیکو پلانونو له متخصص ښاغلي جان کوینګ سره لیدنه ترسره کړه!

نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب میاشتې پر۱۸ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلي ملانورالدین ترابي د استراتیژیکو پلانونو متخصص ښاغلي جان ګوینګ سره د افغاني سرې میاشتې د سکرترجنرال ښاغلي محمد نبي برهان، په کابل کې د سره صلیب د نړیوال فدراسیون او سرې میاشتې لپاره سرپرستې ښاغلې مېرمن  برګیتا ارو په شتون کې لیدنه ترسره کړه. د لیدنې په لړکې د ښاغلي جان ګوینګ د مرستې له پیغام او همدا راز د استراتیېژیکو پلانونو په جوړونه کې له تخنیکی مرستو څخه یې قدر دانی وکړ او له افغاني سرې میاشتې سره د اړیکو پر دوام تینګار وشو.

په مقابل کې د استراتیژیکو پلانونو متخصص ښاغلي جان ګوینګ د افغاني سرې میاشتې له رهبرۍ څخه مننه وکړه  او د سرې میاشتې لومړي مرستیال ملانورالدین ترابي ته یې د همېشنۍ مرستې ډاد ورکړ. نوموړي زیاته کړه مونږ له څو بهرنیو ډونرانو سره  بحث کړي او د استراتیژیک پلان په ترتیب او نورو تخنیکي برخو کې درسره همکار یو.

په پای کې یوځل بیا جان ګوینګ افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د تخنیکي مرستو په برخه ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ له لوري یې قدردانی وشو.

 

معاون جمعیت هلال احمر افغانی با آقاي جان گوينگ متخصص پلانهاي استراتيژيك دیدار کرد!

 

معاون جمعیت هلال احمر افغانی با آقاي جان گوينگ متخصص پلانهاي استراتيژيك دیدار کرد!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS