د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس د ترکیې هېواد د قنیه ښار د سرې میاشتې له رییس او سکرترجنرال سره ولیدل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۱۲:۳۶
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس د ترکیې هېواد د قنیه ښار د سرې میاشتې له رییس او سکرترجنرال سره ولیدل!

چهارشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر۱۹ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس او مل پلاوي د ترکیې هېواد د قنیه ښار د سرې میاشتې له رییس او سکرترجنرال سره ناسته ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د ترکیې هېواد د قنیه ښار د سرې میاشتې د رییس او سکرترجنرال سربیره د ترکیې هېواد خیرپالو او بډایه وګړو هم شتون درلود، چې په ترڅ کې یې په بېلابېلو مسایلو خبرې وشوې او د مرستو پر پراختیا ټینګار وشو.

په مقابل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د ترکیې هېواد له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغاني سره میاشت یواځینۍ خیرپاله ټولنه ده، چې تل یې د بېوزله وکړو لاسنیوی کړی.

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس د ترکیې هېواد د قنیه ښار د سرې میاشتې له رییس او سکرترجنرال سره ولیدل!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS