د افغاني سرې میاشتې مرستیال تورخم عمري پنډغالي کې مېشتو کډوالو ته د اوبو رسونې پروژې په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۳۵
خبر

د افغاني سرې میاشتې مرستیال تورخم عمري پنډغالي کې مېشتو کډوالو ته د اوبو رسونې پروژې په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ!

نن دوشنبه د شوال د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د خپل سفر په ترڅ کې له مل پلاوي سره په تورخم عمري پنډغالي کې د کلیو او پراختیا وزارت له لوري په یاد پنډغالي کې مېشتو کډوالو ته د اوبو رسونې پروژې په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ او خوښي یې څرګنده کړه چې د کډوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کېږي.
دغه راز ښاغلي مرستیال د کلیو او پراختیا له وزیر ښاغلي محمد یونس اخندزاده سره د راستنېدونکو کډوالو لپاره د غوره خدماتو وړاندې کولو او ستونزو ته یې د حل لارو په موخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS