د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص دوحه کې د قطر د سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون له مشرانو سره ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۹:۲۶
مولوی مطیع الحق خالص سرپرست ریاست عمومی سره میاشت در کشور قطر با مسولین فدراسیون بین المللی و هلال احمر قطر ملاقات نمود!

دوحې ته د افغاني سرې میاشتې د عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ د افغاني سرې میاشتې تللي پلاوي د قطر د سرې میاشتې له رهبرۍ او د نړیوال فدراسیون له مشرانو سره درې اړخیزه ناسته ترسره کړه. په یاده ناسته کې په سیمه کې پر شته ستونزو او د ستونزو پر حل خبرې وشوې او د قطر د سرې میاشتې رهبرۍ ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به نوې بشري پروژې پیل کوي او شته فعالیتونو ته به پراختیا ورکوي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص نړیوال فدراسیون او قطر سرې میاشتې ته ډاډ ورکړ، چې د دوی مرستې به په پوره شفافیت بې له ځنډه اړمنو ته رسېږي او د نویو پروژو په تقویې کې به پوره مرسته کوي.

 

مولوی مطیع الحق خالص سرپرست ریاست عمومی سره میاشت در کشور قطر با مسولین فدراسیون بین المللی و هلال احمر قطر ملاقات نمود!

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS