د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي پراختیایي بانک له ځانګړي مشاور او د افغانستان د برخې مسؤل سره ولیدل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۶:۳
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي پراختیایي بانک له ځانګړي مشاور او د افغانستان د برخې مسؤل  سره ولیدل!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د اسلامي پراختیایي بانک له ځانګړي مشاور او د افغانستان د برخې مسؤل ښاغلي انجینر محمد بن جمال الساعاتي سره ولیدل. ناسته کې ښاغلي الساعاتي د اسلامي پراختیایي بانک د پالیسۍ او کاري برخو د تشریح ترڅنګ وویل په اسلامي پراختیایي بانک کې د افغانستان لپاره په ۲۰۲۲ز کې د زده کړو، روغتیا، کورني معیشت او د څښلو د اوبو په برخو کې د مرستې په موخه صندوق تأسیس شوی، چې تر دا مهاله په کې ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر جمع شوي نوموړي وویل د اسلامي پراختیایي بانک له لوري په افغانستان کې له موجودو نړیوالو موسسو سره د ۷ پروژو د تطبیق لاسلیکونه شوي، چې اوس د تطبیق په حال کې دي او د کرنې، اوبو لګولو او کارموندنې په برخو کې نوې پروژې هم په پلان کې لري ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې پر فعالیتونو او ظرفیتونو معلومات وړاندې کړل او د افغاني سرې میاشتې له لوري د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د جوړ شوي ځانګړي روغتون د تجهیز غوښتنه یې وکړه ښاغلي الساعاتي ژمنه وکړه، چې د یاد روغتون د تخنیکي کسانو او د روغتیاپالو په تخصص کې به افغاني سرې میاشتې ته د همکارۍ لاس ورکړي. نوموړي وویل اسلامي پراختیایي بانک پر ځان د بساینې په پروژو کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوي ته چمتو دی. ناسته کې پر دوه اړخیزه همکارۍ توافق وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS