د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص ناروې کې د ناروې د سره صلیب له مشر سره لیدنه ترسره کړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۶ - ۱۲:۱۶
سرپرست ریاست عمومی سره میاشت با رئیس صلیب سرخ ناروی ملاقات نمود!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص ناروې هېواد کې د ناروې هېواد د سره صلیب له مشر رابرټ موډ سره له افغاني سرې میاشتې سره د مرستو پر دوام او پراختیا خبرې وکړې.

په دې ناسته کې په افغانستان کې د اړمنو وګړو پر اړتیاو او د افغانستان پر روان بد بشري وضعیت خبرې وشوې. د ناروې د سور صلیب مشر رابرټ موډ د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ته ډاډ ورکړ، چې دوی غواړي په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ او ډېر کړي. رابرټ موډ وویل، چې دوی په همدې موخه افغانستان ته د ناروې د سره صلیب سکرتر جنرال برنټ اپیلاند لېږلی. نوموړي وویل، چې د ناروې سور صلیب له افغاني سرې میاشتې سره اوږه په اوږه مزل کولو ته هڅې کوي او مرستې به ډېروي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د ناروې هېواد د سره صلیب له مشره وغوښتل، چې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ناروې د سره صلیب مشر ښاغلي رابرټ موډ ته ډاد ورکړ، چې د دوی مرستې به افغانستان کې اړمنو وګړو ته پر وخت په پوره شفافیت رسېږي.

په دې یو ساعته ناسته کې د ناروې د سره صلیب پر رییس سربېره د ناروې د سره صلیب مرستیال او مالي رییس هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS