د افغاني سرې میاشتې د زړه روغتون د ۳۵ روغتیايي بستونو لپاره ازموینه ترسره شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۵:۵۸
k

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
کابل کې د افغاني سرې میاشتې د زړه روغتون د ۳۵ روغتیايي بستونو لپاره له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.
دغه بستونه د وارډ نرسان، د بېړنۍ څانګې نرسان، لابراتوار تخنیکران او ICU نرسان لپاره اعلان شوي وو، چې موخه یې د وړ او مسلکي روغتیاپالانو ګمارنه وه.
یاده ازموینه چې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، ۱۳۰ تنو نارینه او ښځینه نوماندانو پکې ګډون درلود. 
ټاکل شوې ده چې د تحریري ازموینې د پوښتن پاڼو تر ارزونې او تقريري ازموینې وروسته به د بشپړ عدالت او روڼتیا له مخې مخکښ نوماندان په ګوته او پر یادو بستونو وګمارل شي.
 افغاني سره میاشت دا ډول ازموینې د شفافیت د تأمین لپاره ترسره کوي، څو وړ او مسلکي اشخاص را جذب او د روغتیايي خدمتونو کچه لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS