د افغاني سرې میاشتې اړوند د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې روغتون نږدې راتلونکي کې خپل فعالیت پيلوي!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۳
خبر

د افغاني سرې میاشتې اړوند د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې روغتون نږدې راتلونکي کې خپل فعالیت پيلوي!

نن دوشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۲۱ مه، د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ ناسته د دې خیریه ملي ټولنې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور تر مشرۍ لاندې د نوموړي د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او د مرکزي دفتر د بېلابېلو څانګو د ځينو مسٸولینو په شتون کې ترسره شوه. 

ناسته کې سرپرست عمومي رئیس له مسئولینو سره د دې خیریه ملي ټولنې اړوند د سوري زړه ناروغانو په روغتون کې د عملیاتونو د پيل، شته ستونزو د حل او يو شمېر نورو اداري موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې، ترڅنګ یې د بحث شویو موضوعاتو په تړاو اړوندو مسٸولینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه اړینې سپارښتنې او لارښوونې هم وکړې. 

د یادونې وړ ده، چې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه ناروغانو د درملنې برخه کې د مجهز روغتون له نشتون سره سره بیا هم د هېواد د ننه له بېلابېلو کورنیو روغتونونو سره د لاسلیک کړو هوکړه لیکونو له مخې زرګونه د سوري زړه په رنځ اخته ناروغان تداوي کړي او د ټولو ناروغانو لګښت یې هم ورکړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS