د افغاني سرې میاستې ټولنې سرپرست رییس د ترکيې هېواد د سرې میاشتې له استازي سره وکتل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۵ - ۹:۴
رئیس عمومی جمعیت هلال احمر افغانی  با نماینده هلال احمر ترکیه ملاقات کرد!

یکشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وری (حمل) میاشتې پر۱۴ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له استازي ښاغلي فرید احمد ضیا سره په خپل کاري دفترکې وکتل.

په کابل کې د ترکیې د سرې میاشتې استازي ښاغلي فریداحمد ضیا د لیدنې تر څنګ له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د کړو ژمنو یادونه وکړه او په کابل کې یې د افغاني سرې میاشتې په مرسته د ۱۵۰۰۰ زره بېوزله هېوادوالو د روژه ماتي د مرستې ژمنه هم وکړه.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له مرستو د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې د لا زیاتو او دوامدارو مرستو تاکید وکړ.

رئیس عمومی جمعیت هلال احمر افغانی  با نماینده هلال احمر ترکیه ملاقات کرد!

 

رئیس عمومی جمعیت هلال احمر افغانی  با نماینده هلال احمر ترکیه ملاقات کرد!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS