خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول
چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه مرسته، چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ۷۰.۵ کیلوګرامه خوراکي توکي ترلاسه کړل.
په دې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلو وریجې، ۵.۵ کیلو بوره او ۵ کیلو لوبیا شامل وو.
یاده مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو او د سېلابونو له امله هغوی ته د پېښ شوو ستونزو د راکمولو په موخه ووېشل شوه.
افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د هغوی د اړتیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ پر وخت خوراکي او نورې اړینې بشري مرستې ورسوي.
