جوزجان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري۳۵۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوهَ!
د جوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري نن جمعه د روان ۱۴۰۰ کال د مرغومي پر ۳مه نېټه ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۴۹ کیلو وریژې، ۲۰ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو بوره، ۱۴ کیلو لوبیا، ۲ کیلو شین چای، ۴ کیلو مالګه او ۲ پاکټ BP۵ بکسټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه او په شمال زون کې د افغاني سرې میاشتې د رییس شیخ یار محمد په شتون کې وویشل شوه.
دوه ورځې وړاندې د سرپل ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې هم د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۸۱ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ویشل شوې وه.
