بلخ؛ د ۲۲۴ کاریګرو د کارموندنې لپاره د ۸.۲ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه
پنجشنبه، ۱۳ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په خیر آباد کلي کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه د ۸.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوه.
د دغې پروژې له لارې به ۲۲۴ بېوزله هېوادوال د یوې میاشتې لپاره پر کار وګومارل شي، چې له مخې به یې هر مسلکي کاریګر ته د ورځې ۱۰۰۰ افغانۍ او هر غیر مسلکي کاریګر ته ۵۰۰ افغانۍ مزد ورکړل شي.
په دې پروژه کې د اوبو د کانالونو د بستر کانکرېټول، د کانالونو پاکول او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د محافظتي دېوال جوړول شامل دي.
د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې شاوخوا ۱۶ زره جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو رسولو اسانتیا برابره او د اوبو د ضایع کېدو کچه راکمه شي.
دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلي کېږي او موخه یې د کارموندنې له لارې د اړمنو کورنیو اقتصادي ملاتړ او د اوبو لګولو د اسانتیاوو له لارې د سیمې د خلکو د معیشت ښه کول دي.
