بلخ؛ د افغاني سرې میاشتې د ولایتي مجامعو ۱۳۵ تنه نوي غړي جذب او تعين شول
یکشنبه، ۹ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت ۱۵ ولسوالیو او د مرکز مزار شریف ښار په ۱۲ ناحیو کې د ولایتي مجامعو د نویو غړو د جذب او تعين بهیر پای ته ورسېد، چې په ترڅ کې یې ۱۳۵ تنه د خلکو له لوري د باور وړ او مخور اشخاص د ولایتي مجامعو د غړو په توګه تعين شول.
په دې کې له هرې ولسوالۍ او ناحیې څخه پنځه پنځه تنه غړي وي، چې یو تن به یې د رئیس او څلور نور به د فعالو غړو په توګه دندې ترسره کوي.
د تعينولو د بهیر پر مهال ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې د بشردوستانه فعالیتونو او لاسته راوړنو، د ولایتي مجامعو د غړو د ارزښت، دندو او په ټولنه کې د هغوی د مسؤولیتونو په اړه معلومات وړاندې شول.
د ولایتي مجامعو غړي به د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو خلکو د ستونزو په تشخیص، له اړوندو ټیمونو سره په بشردوستانه فعالیتونو کې په همکارۍ او همغږۍ، په ځانګړې اونۍ کې په ونډه اخیستنه او په خپلو سیمو کې د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو په څارنه او راپور ورکونه کې فعالیت ترسره کوي.
دوی به همدارنګه د اړمنو خلکو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د ارتباطي پُل په توګه د خلکو ستونزې او اړتیاوې له دې ادارې سره شریکوي.
