بغلان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۵۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۵:۱۱
جمعيت هلال احمر افغاني براي ۵۰۰ خانواده مستحق در ولايت بغلان مواد غذايي وغیر غذایی توزيع نمود

د جمعې په ورځ د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وری (حمل) میاشتې پر ۵ مه نېټه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ بېلابېلو اړمنو او بېوزله کورنیو سره ، چې سروې یې مخکې ترسره شوې وه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته، چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه ووېشل شوه.

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۶ لیتره غوړي، او یوه بسته، چې ۵ کیلووریژې، ۳ کیلو لوبیا، ۳ کیلو دال نخود، ۵ قوطي کنسر، ۲ کیلو آش، ۲ کیلو بوره او په غیر خوراکي توکو کې یوه تخته کمپله شامله وه.

جمعيت هلال احمر افغاني براي ۵۰۰ خانواده مستحق در ولايت بغلان مواد غذايي وغیر غذایی توزيع نمود

 

جمعيت هلال احمر افغاني براي ۵۰۰ خانواده مستحق در ولايت بغلان مواد غذايي وغیر غذایی توزيع نمود

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS