بدخشان ولایت کې پر ١٠٠٠ پېښځپلو کورنیو (۳۰،۰۰۰،۰۰۰) دېرش ميليونه نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۷:۵۲
خبرونه

بدخشان ولایت کې پر ١٠٠٠ پېښځپلو کورنیو (۳۰،۰۰۰،۰۰۰) دېرش ميليونه نغدي مرسته ووېشل شوه


نن سه شنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې پر ۱۰۰۰ پېښځپلو او اړمنو کورنیو د مرکزي دفتر د اطلاعاتو او خپرونو د رئیس ښاغلي مولوي مدثر همراز او د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي ګل الرحمن مهاجر په شتون کې په ټولیزه توګه دېرش میلیونه (۳۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې. 

د یادې مرستې د وېش پر مهال د بدخشان ولایت د نمایندګۍ رئیس ښاغلي مولوي محمد عيسى جاهد د افغاني سرې مياشتې د بشرپالو، روغتيايي او ښوونيزو فعاليتونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او ډاډ يې څرګند کړ چې ياده خيريه ملي ټولنه به د اړمنو، بې سرپرسته کورنيو او پېښځپلو د لاسنيوي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۲
Background image

کونړ؛ د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

چهارشنبه، ۱۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په بحرآباد کلي کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۵۴
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله ۹ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د فیض‌ آباد ولسوالۍ په بالا مردیان کلي کې هغو ۹ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیانونه اوښتي وو،. . .

BACK TO NEWS