افغاني سرې میاشتې ته د څه باندې ۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د روغتیايي توکو او درملو مرسته وسپارل شوه

دوشنبه، ۱۷ صَفر ۱۴۴۷
په لویدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي همکارۍ د څه باندې ۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د روغتيايي توکو او درملو مرسته د زون مسئولینو ته وسپارل شوه، چې پکې ۸۵۰ کارټنه د خوارځواکو ماشومانو د درملنې ځانګړي توکي (RUTF) او ۷۰ بېلا بېل ډوله درمل شامل وو.
له یادو مرسته شوو توکو او درملو څخه به د راستنېدونکو کډوالو او خوار ځواکو ماشومانو په درملنه کې ګټه واخیستل شي.