افغاني سرې میاشتې او آى سي آر سي د بشري همکاریو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه
چهارشنبه، ۲۸ جمادى الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مرستيال يې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په افغانستان کې د آی سي آر سي د همکاریو له مسؤول ښاغلي ربیع الفقیه سره د ګډو بشري خدمتونو د پیاوړتیا، لا ښه والي او د افغاني سرې میاشتې د روغتیا برخې د روزونکو ظرفیت لوړونې په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې عمومي رئیس د طبیعي پېښو د مدیریت او مالي ملاتړ برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره د کاري شریکانو په ځانګړې توګه د آی سي آر سي د دوامداره همکاریو مننه وکړه، د ګډو خدمتونو پر وړاندې د شته ستونزو د ژر حل او همغږۍ ډاډ یې ورکړ او زیاته یې کړه، چې پېښځپلو، راستنېدونکو کډوالو، بې سرپرسته کورنیو او اړمنو ته پر وخت بشري خدمتونه وړاندې کول د کاري شریکانو پراخو مرستو ته اړتیا لري.
ورپسې په افغانستان کې د آی سي آر سي مسؤول له افغاني سرې میاشتې سره د همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې اړمنو او پېښځپلو ته د مرستو برابرولو تر څنګ به راتلونکي کال کې د روغتیا برخې روزونکو د ظرفیت لوړونې، وچکالۍ ځپلو ته د پاکو اوبو چمتو کولو او د تېرو ناخوالو پر مهال د ورکو شویو وګړو په موندنه کې خپلې مرستې جاري وساتي.
