اطلاعیه!

په پام کې ده د افغاني سرې میاشتې د کاپیسا نمایندګۍ ریاست د کاپیسا په مرکز محمود راقي ښارګوټي کې د یوې نوې ځمکې د احاطې دېوال، د څښلو د اوبو د ژور کوهي د کیندلو او د برېښنا بهرنۍ شبکه؛ له شرط لیک، نقشې، د ساختماني چارو د پلي کېدو له لارښود او آفر سره سم داوطلبۍ ته وسپاري، نو ټول هغه ساختماني شرکتونه، چې په دې برخه کې فعالیت ترسره کوي؛ خپل غوښتنلیکونه دې له اصلي اجازه پاڼو سره یو ځای د شرط لیک او آفر ترلاسه کولو په موخه د افغاني سرې میاشتې د کاپیسا نمایندګۍ ریاست ته، چې د کوهستان د دویمې حصې ولسوالۍ په مراد خواجه سیمه کې شتون لري؛ وسپاري او خپله دې د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر څوارلس ورځو مراجعه وکړي.