هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Hr

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او روغېدو وروسته، د یوې غونډې په ترڅ کې خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د افغاني سرې میاشتې له لوري هر یوه روغ شوي شخص ته کورونو ته تر رسېدو پورې د ترانسپورټي لګښتونو لپاره ۵۰۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې.

په یاد مرکز کې اوس مهال ۱۱۶۴ تنه رواني ناروغان تر درملنې او پاملرنې لاندې دي، چې ۴۰۴ تنه یې داخلي او ۷۶۰ تنه نور له مرکز څخه بهر روغتیايي خدمتونه ترلاسه کوي.

افغاني سره میاشت د هېواد په شپږو زونونو؛ کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او کندز کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونه لري، چې پکې ناروغانو ته د درملنې، روغتیايي پاملرنې او مناسبې ساتنې خدمتونه وړاندې کېږي.

د رواني ناروغانو د درملنې ترڅنګ، د هغوی د انساني کرامت، رواني هوساینې او مناسبې پاملرنې لپاره د خوندي او منظم چاپېریال برابرول د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو له مهمو برخو څخه دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۹:۰
Background image

بلخ؛ ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته د ازبکستان هېواد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس او د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ښاغلي جوهانس بروور له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۵۷
Background image

پروان؛ یوې داخلي مشمولې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په مرستون کې یوې داخلي مشمولې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

په دغې مرستې کې شپږ کمپلې، شپږ توشکې، شپږ. . .

BACK TO NEWS