کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ اداري ناسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۲
K

چهار شنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبد السلام، د مقام سلاکارانو او د مرکزي دفتر د ریاستونو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ اداري ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د بېلابېلو اداري موضوعاتو ترڅنګ د لوګر ولایت د نماینده ګۍ د احاطوي دېوال او د ساتونکو د استوګنې خونې د جوړولو، د څښاک اوبو لپاره د یوې ژورې څاه د کیندلو، د پروان ولایت د اداري ودانۍ او ښوونیز مرکز د بیارغونې او همدارنګه د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې په مرکزونو کې د نوکریوالانو د شمېر د زیاتولو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

همدارنګه د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ارزونې راپور د مشرتابه له غړو سره شریک کړ، څو د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د هواري، د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د اړینو روزنیزو پروګرامونو د طرحې او پلي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

د ناستې په پای کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د اړوندو رئیسانو ستونزې، وړاندیزونه او نظریات واورېدل، د مطرح شویو موضوعاتو په اړه یې لازمې لارښوونې او پرېکړې وکړې او د چارو د اغېزمن مدیریت، د اداري همغږۍ او د بشري خدمتونو د کیفیت پر لا ښه والي یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۹:۳۴
Background image

هرات؛ د حرفوي زده کړو استادانو او زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د حرفوي زده کړو د مرکزونو ۴ ښځینه استادانو او ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بغلان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ اداري ناسته وشوه

چهار شنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌. . .

BACK TO NEWS