کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ اداري ناسته وشوه
چهار شنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبد السلام، د مقام سلاکارانو او د مرکزي دفتر د ریاستونو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ اداري ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د بېلابېلو اداري موضوعاتو ترڅنګ د لوګر ولایت د نماینده ګۍ د احاطوي دېوال او د ساتونکو د استوګنې خونې د جوړولو، د څښاک اوبو لپاره د یوې ژورې څاه د کیندلو، د پروان ولایت د اداري ودانۍ او ښوونیز مرکز د بیارغونې او همدارنګه د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې په مرکزونو کې د نوکریوالانو د شمېر د زیاتولو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ارزونې راپور د مشرتابه له غړو سره شریک کړ، څو د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د هواري، د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د اړینو روزنیزو پروګرامونو د طرحې او پلي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
د ناستې په پای کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د اړوندو رئیسانو ستونزې، وړاندیزونه او نظریات واورېدل، د مطرح شویو موضوعاتو په اړه یې لازمې لارښوونې او پرېکړې وکړې او د چارو د اغېزمن مدیریت، د اداري همغږۍ او د بشري خدمتونو د کیفیت پر لا ښه والي یې ټینګار وکړ.
