د روژې د را رسېدو په مناسبت؛ پنجشېر کې ۵۸۳ راستنو شوو کورنیو سره پراخه بشري مرسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۱:۱
pn

چهارشنبه، ۲۳ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، پنجشېر کې له ۵۸۳ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۱۲ قلمه د بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو نخود، ۱۰ کیلو مکروني، ۱ قطی رُب، ۴ بوتله د لوښو مینځلو شامپو، ۲ بوتله د لاس مینځلو شامپو، ۴ پاکټه د کالیو مینځلو پوډر، ۴ د روغتیا ساتنې بستې او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي ورکړل شول.
د مرستې د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مقام سلاکارانو قاضي محمد حسن حقیار، مولوي محمد عثمان بلوچ، محمد هاشم ذاهدي، د پنجشېر ولایت مقام مرستیال ښاغلي روح الله شاه ملنګ او د پنجشېر سرې میاشتې نماينده ګۍ رئیس مولوي مدثر همراز ګډون درلود.
د مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې سلاکار ښاغلي حقیار دغه بشري مرسته د ژمي په سړې هوا او د روژې میاشتې د را رسېدو په درشل کې ارزښتمنه وبلله او ویې ویل، چې د دې مرستې ترلاسه کولو سره به د دوی اساسي ستونزې تر یوې کچې را کمې شي.
نوموړي په ټینګار سره وویل، چې افغاني سره میاشت د راستنو شوو کډوالو ملاتړ ته ژمنه ده او مرستې به یې له هغوی سره د تل په څېر دوام ولري.
همدارنګه د پنجشېر ولایت مقام مرستیال د افغاني سرې میاشتې د هر اړخیزو خدمتونو د مننې او قدردانۍ ترڅنګ وویل، چې دغه ټولنه تل د راستنو شوو هېوادوالو د لاسنیوي  برخه کې مخکښه پاتې شوې او په ځانګړي ډول د ژمي په سړه هوا کې یې راستنېدونکو هېوادوالو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او هیله یې وښوده، چې دغه مرستې په دوامداره توګه جریان پیدا کړي.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په یاد ولایت کې پر ۴۱۷ راستنو شوو کورنیو ورته بشري مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۱۹
Background image

نورستان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ٢۴ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د نورستان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦١٠٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۲
Background image

کندز کې د رواني روغتیا له مرکز څخه ۳۶ تنه رغېدلي ناروغان رخصت شول

پنجشنبه، ۲۴ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د شمال ختیځ زون اړوند په کندز ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۶ تنه رغېدلي ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۱:۱
Background image

د روژې د را رسېدو په مناسبت؛ پنجشېر کې ۵۸۳ راستنو شوو کورنیو سره پراخه بشري مرسته وشوه

چهارشنبه، ۲۳ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، پنجشېر کې له ۵۸۳ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۱۲ قلمه د بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي. . .

BACK TO NEWS