د روژې د را رسېدو په مناسبت؛ پنجشېر کې ۵۸۳ راستنو شوو کورنیو سره پراخه بشري مرسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۱:۱
pn

چهارشنبه، ۲۳ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، پنجشېر کې له ۵۸۳ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۱۲ قلمه د بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو نخود، ۱۰ کیلو مکروني، ۱ قطی رُب، ۴ بوتله د لوښو مینځلو شامپو، ۲ بوتله د لاس مینځلو شامپو، ۴ پاکټه د کالیو مینځلو پوډر، ۴ د روغتیا ساتنې بستې او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي ورکړل شول.
د مرستې د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مقام سلاکارانو قاضي محمد حسن حقیار، مولوي محمد عثمان بلوچ، محمد هاشم ذاهدي، د پنجشېر ولایت مقام مرستیال ښاغلي روح الله شاه ملنګ او د پنجشېر سرې میاشتې نماينده ګۍ رئیس مولوي مدثر همراز ګډون درلود.
د مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې سلاکار ښاغلي حقیار دغه بشري مرسته د ژمي په سړې هوا او د روژې میاشتې د را رسېدو په درشل کې ارزښتمنه وبلله او ویې ویل، چې د دې مرستې ترلاسه کولو سره به د دوی اساسي ستونزې تر یوې کچې را کمې شي.
نوموړي په ټینګار سره وویل، چې افغاني سره میاشت د راستنو شوو کډوالو ملاتړ ته ژمنه ده او مرستې به یې له هغوی سره د تل په څېر دوام ولري.
همدارنګه د پنجشېر ولایت مقام مرستیال د افغاني سرې میاشتې د هر اړخیزو خدمتونو د مننې او قدردانۍ ترڅنګ وویل، چې دغه ټولنه تل د راستنو شوو هېوادوالو د لاسنیوي  برخه کې مخکښه پاتې شوې او په ځانګړي ډول د ژمي په سړه هوا کې یې راستنېدونکو هېوادوالو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او هیله یې وښوده، چې دغه مرستې په دوامداره توګه جریان پیدا کړي.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په یاد ولایت کې پر ۴۱۷ راستنو شوو کورنیو ورته بشري مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۳۲
Background image

ښوونیز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره شوې ده

شنبه، ١ ذو القعده ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٥٧٦٢ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۹:۴۵
Background image

لوګر؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ودانیزې پروژې له بهیر څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه، ۲۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، لوګر ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دې ولایت د نماینده ګۍ د نوې اداري ودانۍ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۳۴
Background image

غزني کې د ورښتونو زیانمنې ۵۱ کورنۍ له بېړنۍ مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ۲۹ شوال ۱۴۴۷

د وروستیو ورښتونو له امله په غزني ولایت کې ۵۱ زیانمنې کورنۍ د افغاني سرې میاشتې د بېړنۍ بشري مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته د غزني ولايت د مرکز (غزني ښار) ترڅنګ په. . .

BACK TO NEWS