غزني کې د ورښتونو زیانمنې ۵۱ کورنۍ له بېړنۍ مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۳۴
G

پنجشنبه، ۲۹ شوال ۱۴۴۷

د وروستیو ورښتونو له امله په غزني ولایت کې ۵۱ زیانمنې کورنۍ د افغاني سرې میاشتې د بېړنۍ بشري مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته د غزني ولايت د مرکز (غزني ښار) ترڅنګ په اووه ولسوالیو(جغتو، واعظ، خوګیاڼي، خواجه عمري، ګیرو، اندړ او قره باغ) کې پر زیانمنو کورنیو ووېشل شوه، چې له مخې يې هرې کورنۍ ته ۷ کمپلې، ۱ ترپال، د پخلنځي د توکو یو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.

همدارنګه، هغو ۲۶ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، يوه يوه خېمه هم ورکړل شوه.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه کوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۹
Background image

ښوونیز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته د دیني او عصري زده کړو زمینه برابره شوې ده

دوشنبه، ۲۴ ذوالقعده ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۴۹۸۱ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۸:۱۲
Background image

جوزجان کې ۵۰۰ راستنې شوې کورنۍ له بشري مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۲۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار ۵۰۰ راستنې شوې کډوالې کورنۍ له بشري مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته، چې د ازبکستان هېواد له لوري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۷:۴۰
Background image

د ځان‌ بسیاینې پر لور؛ کابل کې ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۲۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار د ۱۲مې او ۲۱مې ناحیو په بېلابېلو سیمو کې ۲۵۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ځان‌ بسیاینې او کوچنیو کاروبارونو د پیل. . .

BACK TO NEWS