انساني همدردي؛ د ګاز نیونې له امله اغېزمنې شوې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۰:۴۸
k

چهارشنبه، ۲۳ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په ځانګړې لارښوونه، له هغې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې یې د ګاز نیونې له امله اته غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
یاده کورنۍ چې د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې اوسېده، د افغاني سرې میاشتې د مقام سلاکار ښاغلي قاضي محمد حسن حقیار او د شمال لویدیځ مرکزي زون د رئیس ښاغلي حافظ محمد مدني په مشرۍ یو پلاوي اغېزمنې کورنۍ ته فاتحه وکړه، د تسلیت مراتب یې ورته وړاندې کړل او ۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته یې هم ورته وسپارله.
افغاني سره میاشت د دې پېښې له امله یو ځل بیا د قربانیانو له کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د الله تعالی له دربار څخه شهیدانو ته مغفرت او د کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۱:۱
Background image

د روژې د را رسېدو په مناسبت؛ پنجشېر کې ۵۸۳ راستنو شوو کورنیو سره پراخه بشري مرسته وشوه

چهارشنبه، ۲۳ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، پنجشېر کې له ۵۸۳ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۱۲ قلمه د بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۰:۴۸
Background image

انساني همدردي؛ د ګاز نیونې له امله اغېزمنې شوې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۲۳ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په ځانګړې لارښوونه، له هغې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې یې د ګاز نیونې له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۰:۳۱
Background image

کابل؛ د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز افغاني سرې میاشتې ته د روژې په مناسبت ۱۰۰ ټنه خرما وسپارله

چهارشنبه، ۲۳ شعبان ۱۴۴۷
د سعودي عربستان د شاهي هېواد د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د روژې میاشتې په مناسبت، له اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د مرستې په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۱۰۰ ټنه. . .

BACK TO NEWS