انساني همدردي؛ د ګاز نیونې له امله اغېزمنې شوې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه
چهارشنبه، ۲۳ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په ځانګړې لارښوونه، له هغې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې یې د ګاز نیونې له امله اته غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
یاده کورنۍ چې د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې اوسېده، د افغاني سرې میاشتې د مقام سلاکار ښاغلي قاضي محمد حسن حقیار او د شمال لویدیځ مرکزي زون د رئیس ښاغلي حافظ محمد مدني په مشرۍ یو پلاوي اغېزمنې کورنۍ ته فاتحه وکړه، د تسلیت مراتب یې ورته وړاندې کړل او ۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته یې هم ورته وسپارله.
افغاني سره میاشت د دې پېښې له امله یو ځل بیا د قربانیانو له کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د الله تعالی له دربار څخه شهیدانو ته مغفرت او د کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.
