د ستراتیژيک پلان جوړونې په موخه اداري ناسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۳۳
د ستراتیژيک پلان جوړونې په موخه اداري ناسته وشوه

کابل – دوشنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د راتلونکو پنځو کلنو لپاره د یو اغېزمن ستراتیژيک پلان د جوړولو په موخه مرکزي دفتر کې د سکرتر جنرال له مرستیال، سلاکارانو، د رياستونو او مستقلو آمریتونو له مسئولینو سره اداري ناسته وکړه. 

ښاغلي حافظ عزیز الرحمن له مسئولینو سره د ستراتیژیک پلان د اهدافو، اغېز او د تطبیق میکانېزمونو په اړه معلومات شریک کړل او د ادارې د چارو د ښه تنظیم لپاره یې پر ګډ کار، همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ. نوموړي د اداري نظم، پرمختګ او اغېزمنتیا لپاره د ریښتینولۍ، اخلاص او صداقت ارزښتونه مهم وبلل او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل، څو د ورځنیو دندو پر مهال دې اصولو ته ژمن پاتې شي. 

ښاغلي حافظ عزیز الرحمن همدا راز د ناستې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، څو د پخواني ستراتیژیک پلان د تطبیق تجربې و ارزوي، بریالي او نیمګړي اړخونه تشخیص او په نوي جوړېدونکي پلان کې ترې ګټه واخلي.

ناسته کې ګډونوالو د راتلونکي لپاره د یو اغېزمن، ځواب ویونکي او نوښت‌ محوره ستراتیژیک پلان د جوړولو پر موضوعاتو مفصل بحثونه وکړل او هم یې دې برخه کې خپل نظرونه تبادله کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۱۰
Background image

هرات او نيمروز ولايتونو کې راستنېدونکو کډوالو سره د افغاني سرې مياشتې مرستې دوام لري

سې شنبه، ۱۲ محرم الحرام ۱۴۴۷  

 د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه په لارښوونه، د هرات ولایت په اسلام‌قلعه بندر او نیمروز ولایت کې له ایران څخه راستنو شوو کډوالو ته د پخو خوړو او څښاک اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۵۲
Background image

رسیدگی به مشکلات صحی ۱۸۴۱۶ تن از هموطنان در ولایت بلخ

سه شنبه، ۱۲ محرم الحرام ۱۴۴۷  

کارمندان صحی هلال احمر افغانی، طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه جات مختلف ولایت بلخ، برای ۷۶۲۹ تن از بیماران خدمات صحى از قبیل؛ معاینات و فراهم نمودن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۳۹
Background image

بلخ ولايت کې د ١٨٤١٦ هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

 

سې شنبه، ١٢ محرم الحرام ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بلخ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٧٦٢٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS