د افغاني سرې مياشتې مرستيال د ننګرهار ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونيز مرکز او کلينيک څخه ليدنه وکړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۸:۵۷
خبر

د افغاني سرې مياشتې مرستيال د ننګرهار ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونيز مرکز او کلينيک څخه ليدنه وکړه!

نن چهارشنبه د ذوالقعدې د مياشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې مياشتې مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار نمايندګۍ اړوند له ښوونيز مرکز او روغتيايي کلينيک څخه د چارو د ارزونې په موخه ليدنه وکړه.

نوموړي د ښوونيز مرکز له ټولګيو،  نوي جوړېدونکي تالار او احاطې څخه د نزدې لیدنې ترڅنګ د جلال آباد ښار د روغتيايي کلينيک د ناروغانو د کتنځي، درملتون، زېږنتون، رواني روغتيا او واکسين خونو ارزونه یې هم وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

بشري چارو کې د نړیوالو ملي ټولنو د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه

سې شنبه، ۱۱ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرکزي دفتر په نوښت د ۸۲ هېوادونو ملي ټولنو له مسؤولینو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۲۲
Background image

عمومي رئیس د اغاخان بنسټ له استازو سره وکتل

سې شنبه، ۱۱ جمادي الاخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د اغاخان بنسټ د پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

پروان کې پر ۲۵۰ راستنو شوو کورنیو بېړنۍ بشري مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ ته له ګاونډیو هېوادونو څخه پر راستنو شوو ۲۵۰ کډوالو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS