زابل ولایت کې سوالګرو کورنیو ته د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
خبر

زابل ولایت کې سوالګرو کورنیو ته د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن چهارشنبه د ذو القعدې د میاشتې پر ۲مه، د افغاني سرې میاشتې د زابل ولایت د مرستون له لوري د مرکز قلات پر ۳۲ هغو سوالګرو کورنیو چې د اقتصادي ستونزو له امله یې سوال کولو ته مخه کړې وه؛ 
په راتلونکي کې له سوال کولو څخه د مخنیوي او تر یو حده د ورځني ژوند د ښه کولو په موخه په فزیکي ډول په ټوله کې یو سل و اووه پنځوس زره (۱۵۷،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

د دغې مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو اقتصادي ستونزې راکمې او په راتلونکي کې به له سوال کولو څخه ډډه وکړي.

افغاني سره میاشت د سوالګرو  کورنيو د لاسنيوي او د دوى ستونزو ته د رسېدنې برخه کې دوامداره هڅې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS