‏ د افغاني سرې میاشتې مرکزي ریاست کې د افغاني سره میاشت او بشرپال خدمتونه تر عنوان لاندې له دې خيريه ملي ټولنې د ملاتړ په موخه د عالمانو، ليکوالانو او پوهنتون د استاذانو په ګډون علمي سیمنار د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې دایر شو.

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۹:۱۱
خبرونه

‏نن د صفر د میاشتې پر ۲٣ مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي ریاست کې د افغاني سره میاشت او بشرپال خدمتونه تر عنوان لاندې له دې خيريه ملي ټولنې د ملاتړ په موخه د عالمانو، ليکوالانو او پوهنتون د استاذانو په ګډون علمي سیمنار د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې دایر شو.
د یاد علمي سيمنارپه مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس سربېره، د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مسئولینو، د مرکزي څانګو رئیسانو، آمرینو او ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون درلود.
د ناستې په پيل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور د غونډې ګډونوالوته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د علم، قلم او ليکوالانو د ارزښت ترڅنګ د قلموالو د مسؤلیت په تړاو هر اړخيزه او تفصیلي وینا وکړه، نوموړي په خپلو څرګندونو کې پر لیکوالونو غږ وکړ، څو د حق په پلوۍ او له فساده د مخنیوي په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو رئیس او ویاند ښاغلي مدثر همراز د علمي سيمنار د موخو ترڅنګ ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې د تاریخچې، بشرپالو خدماتو، فعالیتونو او بنسټیزو اصولو په برخه کې تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
سربېره پر دې له اجنډا سره سم رابلل شویو ليکوالانو او د پوهنتون استاذانو هم په خپل وار د انساني کرامت، چاپېریال ساتنې، اقليمي بدلون او پر افغانستان یې اغېزې او د اسلام له نظره د رسنیو پر رول او ځینو نورو موضوعاتو خپلې ترتیب کړې مقالې ګډونوالو ته واورولې. 
د یادونې وړ ده چې یاد علمي سيمنار تر ارزونې وروسته په اختتامیه دُعا پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۷
Background image

کابل؛ د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي د موندنو د تحلیل او تایید څلور ورځنۍ غونډه پیل شوه

شنبه، ۱۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د اغېزمن غبرګون د چمتووالي (PER) د موندنو د ارزونې، تحلیل او تایید په موخه څلور ورځنۍ غونډه په کابل کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د افغاني. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل؛ د ټولنې د روغتیا او لومړنیو مرستو سوپروايزر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

شنبه، ۱۱ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ننګرهار، کونړ او بغلان ولایتونو لپاره د ټولنې د روغتیا او لومړنیو مرستو د سوپروايزر پر بست د وړ او مسلکي نوماند د ګمارنې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د څلور کلنې روغتیايي پروژې پر پلي کېدو خبرې وکړې

پنجشنبه، ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د روغتیايي خدمتونو رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عرفان او د ننګرهار، کونړ او. . .

BACK TO NEWS