کابل؛ د ټولنې د روغتیا او لومړنیو مرستو سوپروايزر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه
شنبه، ۱۱ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ننګرهار، کونړ او بغلان ولایتونو لپاره د ټولنې د روغتیا او لومړنیو مرستو د سوپروايزر پر بست د وړ او مسلکي نوماند د ګمارنې په موخه له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه، چې د دې ادارې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، ۳۷ تنو نارینه نوماندانو پکې ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده، چې د تحریري ازموینې د پاڼو له ارزونې او تقريري ازموینې وروسته به د بشپړ عدالت، شفافیت او وړتیا پر بنسټ مخکښ نوماند غوره او پر یاد بست وګمارل شي.
افغاني سره میاشت د شفافیت د تأمین او د وړ او مسلکي کادرونو د جذب لپاره دا ډول ازموینې ترسره کوي؛ څو د روغتیایي خدمتونو کیفیت او اغېزمنتیا لا پیاوړې شي.
