په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۵:۵۴
خبرونه

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:

کابل:
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او مرستیال ددې خيریه ملي ټولنې د ملکیتونو د قراردادونو په تړاو له اړوندو قراردادیانو سره ناسته وکړه.

غزني:
د سویل ختیځ زون په کچه د ۶ ولایتونو د کنټرول مدیرانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

د هېواد په کچه:
د ۳۵ ښوونیزو مرکزونو له لارې په تېره یوه اونۍ کې ۲۸۷۶ تنو ته په بېلابېلو برخو کې زده کړې او عامه پوهاوی ورکړل شوی.

ارزګان:
د نمایندګۍ ریاست اړوند ۲۵ تنو رضاکارانو ته د خوندي لاسرسي او د رضاکارانو د مدیریت تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

BACK TO NEWS