هرات؛ ۱۱۱ راستنو شویو کورنیو ته ۲۲۲ اوزې ووېشل شوې

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۴
Hr

یکشنبه، ۲۷ جمادی ‌الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ډنمارک او اتریش د سرو صلیبونو او د اتریش د پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ، د هرات ولایت په رباط ‌سنګي، زنده‌ جان، ګذرې او انجیل ولسوالیو کې ۱۱۱ راستنو شویو کورنیو ته ۲۲۲ اوزې ووېشل شوې.

د دې مرستې له مخې، هرې کورنۍ ته دوه اوزې او د ښې ساتنې په موخه یې د اړتیا وړ خوراکي توکي ورکړل شول، چې ټوليز لګښت يې ۲ میلیونه او ۷۷۵ زره افغانۍ کېږي.

همداراز، د اوزو د وېش پر مهال ټولې اوزې له حیواني ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه واکسین هم شوې.

د یادې مرستې موخه د راستنو شویو کورنیو د معیشت بیا رغونه، د عاید سرچینو پیاوړتیا او د اوزو د روزنې له لارې د هغوی د اقتصادي ځان ‌بسیاینې لپاره د زمینې برابرول دي.

افغاني سره میاشت د معیشتي مرستو له لارې د راستنو شویو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د عاید د دوامدارو سرچینو د رامنځته کولو او د هغوی د ځان‌ بسیاینې لپاره هڅې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

لغمان؛ له ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو سره د انساني کرامت بستو مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې له ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو سره د انساني کرامت بستو مرسته وشوه.

یادې بستې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۴
Background image

هرات؛ ۱۱۱ راستنو شویو کورنیو ته ۲۲۲ اوزې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۷ جمادی ‌الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ډنمارک او اتریش د سرو صلیبونو او د اتریش د پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ، د هرات ولایت په رباط ‌سنګي، زنده‌ جان، ګذرې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

کابل؛ د ساتنې او خوندیتوب ۴۵ مدیرانو ته د امنیتي خطرونو د مدیریت پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر، سیمه‌ ییزو زونونو او ولایتي نماینده‌ ګیو د ساتنې او خوندیتوب ۴۵ تنو مدیرانو ته د سره صليب نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د. . .

BACK TO NEWS